پښتو | English
ebound Live Stream
تازه خبر:

د افغانستان کرکټ بورډ نوروزمنګل له دندي لرې کړ
نیټه: Wed, 31 Oct 2018 12:18:33 +0000

 

نوموړي په خپلو څرګندونو کې وویل تغیر او تبدیل په ټولو اداراتو کې یو اصل دی او غواړي چې په ځينو مهمو تخنيکي او اداري برخو کې وړ او په کار پوه اشخاص وګوماري
 فضلي، د غوراوي کمېټې پخوانی مشر دولت خان احمدزی د نوروزخان منګل پرځای د کرکټ بورډ د غوراوي کمېټې د مشر او اسدالله خان او پاچاحسين د یادې کمېټې د غړو په توګه وګومارل
نوموړي دغه راز وویل، الله داد نوري د ډسپلین کمېټې د مشر او عبدالولي امين او احمدشاه سليمانخېل د یادې کمېټې د غړو په توګه ګومارل شوي دي
همدارنګه د کرکټ عمومي رییس وویل چې شېراغا همکار به نور د ملي لوبډلې مدیر نه وي او له ملي لوبډلې سره به یو تن د مدیر په توګه سفر کوي
فضلي زیاته کړه، د کرکټ ډایريکټر پوست چې تر اوسه یې بشیر ستانکزی مسول و، له منځه تللی او نوموړي ته به بل مسوولیت وسپاري چې سربېره پر دې ډاکټر نورعالم فريد یو ځل بیا د آمو زون د مدیر په توګه وټاکل شو
عمومي رییس په خپلو څرګندونو کې د نورو تغیراتو خبره هم وکړه او زیاته یې کړه، چې ټول تغیرات به د کارونو د لا ښه والي په خاطر وي
عزیزالله فضلي دغه راز زیاته کړه، کرکټ بورډ یوه ملي اداره ده او په همدې خاطر غواړي ټولو هغو کادرونو ته چې تخنيکي او اداري وړتيا لري په دغه ډول غټو پوستونو د کار کولو موقع ورکوي
هغه په ۲۰۱۹ زېږدیز کال کې د کرکټ نړيوال جام لوبې، د خپلو کارونو د لومړيتوب په توګه یادې کړې او ویې ویل، داسې یوه لوبډله به وټاکل شي چې وړتيا یې ولري او په سمه توګه به د افغانستان استازیتوب وکړي

 

په فیسبوک کې شیر کول

بېرته شاته