پښتو | English
ebound Live Stream
تازه خبر:

ننګرهار کې د زیتونو حاصلات سلګونه ټنه راکم شوي
نیټه: Wed, 31 Oct 2018 13:24:04 +0000

 
مسؤلین يې وايي حکومت د زیتونو باغونو ته پام ندی کړی نو ځکه خو يې کم حاصل په مارکیټ کې تولیدات له نشت سره برابر کړی.
ولایتي چارواکي وايي د کرنې وزارت به راتلونکي ننګرهارکې د زیتونو باغونو او فابریکي ته ځانګړې پاملرنه کوي. 
دادانې د تېرو ماشینونو تر خوراک وروسته په تیلو بدليږي
 د ننګرهار کانال ریاست اړوند د زیتونو فابریکه چې سږکال يې د زیتونو له دانو د تېلو تولید یواځې د تېرو کلونو نمایش دی ځکه چې سږکال يي د زیتونو حاصل له ۶۰۰ټنو شپیتو ته راکم شوی او د تېلو تولید يې هم له څه باندې پنځوس زره لیټرو شپږ زره لیټرو ته راکم شوی. 
مسؤلین يې پړه په مرکزې حکومت اچوي او وايي د زیتونو باغونو ته يې پاملرنه د تېرپه څېر نه وه. 
د ننګرهارولایتي چارواکي دکانال پروژه دټولو دولتي پروژو د ملا تېر بولي هغه تېر چې اوس د ماتېدو په حال کي دی. 
خو وايي چې په ځانګړو ناستو کې يې د ننګرهار دکانال مسله د کرنې وزارت له چارواکو سره شریکه کړي چې پاملرنه به ورته ډيره شي.

 

 

په فیسبوک کې شیر کول

بېرته شاته