پښتو | English
ebound Live Stream
تازه خبر:

د سمیع الحق په وژنه کې د بهرنیو هېوادونو لاس وو
نیټه: Sat, 03 Nov 2018 13:10:20 +0000

 

خپله سمیع الحق  د مړینې  څو ساعته وړاندې د پاکستان پر حکومت او سترې محکمې هم ستختې نیوکي کړي وي.

پاکستاني چارواکي وايي، د جمعیت علمای اسلام رهبر او د اکوړه خټک حقانیه دارالعلوم بنسټګر مولانا سمیع‌الحق  جمعې پر ماښام ظاهراً د حمله کوونکو له خوا د چړې په ګوزارونو وژل شوى دى.
د پاکستان د کورنيو چارو وزارت په يوه اعلاميه کې د مولانا سميع الحق د مړينې خبر اعلان کړ او په دې اړه يې خواخوږي وښوده.
د مولانا سميع الحق د زوى حميد الحق ويلي يې دي چې ، پلار يې اسلام اباد ته نېږدې په راولپنډۍ کې په خپل کور کې د نامعلومو حمله کوونکو د چړې په ګوزارونو وژل شوى دى.
حامد الحق وايي، ښايي د مولانا سمیع الحق د وژنې ترشا پاکستان کې ځینې لاسونه وي، خو دده په ټکو ددې ترشا هند، امریکا، اسراییل او بهرني لاسونه هم دي، چې د بل چا په وسیله یې پاکستان کې دا کار کړی.
د پاکستان پوليس وايي، د دې وژنې انګېزه لا معلومه نه ده.
سمیع الحق له وژل کیدو وړاندې په یو غونډه کې د پاکستان پر حکومت او قضايي ارګانونو باندې هم سختي نیوکي وکړي.
نوموړي د جمعې په ورځ د پاکستان حکومت او سترې محکمې باندې ددې له امله نیوکه وکړه چې ولي حکومت او محکمې اسیا بي بي د خوشي کولو پرېکړه وکړه.
مولانا سميع الحق په خيبر پښتونخوا ايالت کې له څو لسيزو راهيسې د حقانيه دارالعلوم په نوم يوه مدرسه چلوله چې د طالبانو ګڼ کليدي مشران په کې روزل شوي دي.
د ده له شاګردانو څخه يو هم د طالبانو رهبر ملا محمد عمر و چې د طالبانو ډله يې تشکيل کړه او په ١٩٩٦میلادي کال کې په افغانستان کې واک ته ورسېد.
افغان طالبانو د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره د پاکستاني ملا، سمیع الحق پر وژنې غبرګون ښودلی دی. 
دوی د جمعیت علمای اسلام د مشر سمیع الحق د وژنې په غبرګون کې ویلي، مولانا سمیع الحق خپل ټول ژوند په تعلیمي او سیاسي برخه کې د دین خدمت ته وقف کړی و او په همدې لاره کې ووژل شو
مولانا سمیع الحق په افغانستان کې د وسله والو طالبانو د روان جنګ کلک ملاتړی و.
سميع الحق چې څه باندې ٨٠ کلن و، په طالبانو کې د خپل نفوذ او درناوي له کبله د افغان طالبانو په معنوي پلار مشهور و.
د پاکستان صدراعظم عمران خان چې په رسمي سفر چين ته تللى، دغه وژنه یې غندلې او په دې اړه يې د څېړنو امر کړى دى.

 

په فیسبوک کې شیر کول

بېرته شاته