پښتو | English
ebound Live Stream
تازه خبر:

ننګرهار کې مدني فعالانو اعتراضیه خېمه ودرولوه
نیټه: Sat, 03 Nov 2018 13:16:14 +0000


 
 ننګرهارکې دپري شوي بریښنا او له دې ولایت نه کابل ته دنړیوال اسلامي پوهنتون دانتقال په غبرګون کې د ولایت مخې ته خېمه لګول شوي.  
دخیمې ګډونوال وايي له تیري یوې میاشتې راهیسي يې بریښنا پری شوي چې له امله يې خلک له سختو ستونزو سره مخ دي 
دوی ګواښ کوي او وايي ترهغو چې مرکزی حکومت د نړیوال اسلامي پوهنتون د لیږد پرېکړه بېرته وانخلي او په ننګرهار د پرې شوي بریښنا ستونزه حل نکړي نو لوي اعتراضونه به يې د ارګ تر دروازې هم ورسيږي. 
د حق غوښتني د خیمې ګډونوال د ولسي جرګي او ولایتی شورا له غړو هم ګیله من دي او وايي چې تر اوسه يې دیادو ستونزو د حل په موخه له حکومتي مسؤلینو سره هم دا موضوع نه ده شریکه کړي. 
خو د ننګرهار ولایتي شورا یو شمېر غړي بیا نیوکه کوي چې حکومت په دغه برخه کې له ننګرهاریانو سره دوه ګونی چلند کوي.
په ورته وخت کې د ننګرهار ولایتي اداره وايي چي دا ولسي ستونزه ده او دمرکزي حکومت پوري تړاو لري  او ځواب ویل يې هم د مرکزي حکومت مسؤلیت بولي.

 

 

په فیسبوک کې شیر کول

بېرته شاته