پښتو | English
ebound Live Stream
تازه خبر:

یوه ځانګړي قطعه د جلال اباد ښار د امنیت خوندیتوب لپاره وګمارل شوه
نیټه: Sat, 03 Nov 2018 13:24:47 +0000


 
 ننګرهار کې د عامه نظم قوماندانۍ یوه ځانګړي قطعه دجلال اباد ښار د امنیت ساتني لپاره وګمارل شوه.
یادځواکونه خپلو ټاکلو ځایونو ته له رسیدو سره سم خپله دنده پیلوی او له لویو لارو هر تیریدونکي موټر ته له پلټنو وروسته ښار ته  دورتګ اجازه ورکوي. 
ښاریان خوښ دي او وايي د عامه نظم ساتونکو چلند ښه دی او د ښاري نظم او امنیت ساتلو کې به اغیزمن ثابت شي. 
دعامه نظم د حمایوي کنډک قومندان وايي د(ص ) په نوم دا ځانګړي سل کسیزه قطعه چې په وسلو او تجهیزاتو سمبال ده په ښاري سیمو کې د امنیت او ښاري نظم د ساتلولپاره ګمارل شوي چې د اوږدمهال لپاره به فعالیت کوي. 
تردې وړاندې د جلال اباد ښار د خوندي امنیت لپاره دامنیه قومندانۍ اړوند ځانګړي ځواکونه هم ګمارل شوی وو چې همدا اوس هم فعالیت کوي. 
نږدې څلور میاشتې وړاندې د جلال ابادښار امنیتي وضعیت د اندیښني وړ وو خو اوس ښار د پخوا په څېر ندی او خلک پکې په ډاډه زړه خپل کارونه مخ ته وړي.

 

 

په فیسبوک کې شیر کول

بېرته شاته