پښتو | English
ebound Live Stream
تازه خبر:

روسیې طالبانو سره د مزاکراتو لپاره افغان سیاستوالو ته پټه بلنه ورکړې
نیټه: Sat, 03 Nov 2018 13:26:41 +0000

 

روسيې په پټه ځينو وتلو افغان سياستوالو ته بلنه ورکړې چې له طالبانو سره د مذاکرو لپاره د مسکو په غونډه کې برخه واخلي.

د افغانستان د سياستوالو په هغه ډله کې چې مسکو ته بلل شوي، پخوانى ولسمشر حامد کرزى هم شامل دى.
د روېټرز اژانس په حواله، په تېرو دوو مياشتو کې د دغه کنفرانس لپاره بلنه بيا بيا تمديد شوې ده.
د اژانس په حواله، په دې ډله کې د افغان رهبرانو همکاران او هغه مخکښ سياستوال هم شامل دي چې له افغان حکومت سره اړيکې لري.
روېټرز اژانس ليکلي چې په کابل کې د روسيې سفارت پر دې موضوع له تبصرې کولو ډډه وکړه.
روسيې په اګست مياشت کې په مسکو کې د سولې د څو اړخيزو مذاکرو پېشنهاد کړى و، ١٢ هېوادونو او د طالبانو استازو ته يې بلنه ورکړې وه چې په سپټمبر مياشت کې په دغو مذاکرو کې برخه واخلي.
خو د مسکو غونډه وروسته له هغې وځنډول شوه چې ولسمشر محمد اشرف غني وويل، له طالبانو سره هر ډول مذاکرې بايد د افغان حکومت په رهبرۍ وشي.
ولسمشر غني د روسيې د بهرنيو چارو له وزير سرګي لاوروف سره خبرې وکړې او د دې غونډې پر ځنډولو سلا وشوه.
د امريکا متحدو ايالتونو هم د مسکو په غونډه کې له ګډون کولو ډډه وکړه.
په کابل کې د امريکا سفارت د مسکو د دې تازه بلنې په اړه له تبصرې ډډه کړې ده.
بل خوا د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت وايي، د مسکو د غونډې په اړه يې له روسي چارواکو سره خبرې روانې دي.
دغه راز د روسيې د بهرنيو چارو وزارت وياندې ماريا زخارووا، د پنج شنبې په ورځ ويلي، هيله منه ده چې د دغه کنفرانس جزيات په راتلونکو ورځو کې روښانه کړي.
هغې ويلي چې د دې غونډې نېټه او د ګډونوالو لېست په نهايي کېدو دى.
د پخواني ولسمشر حامد کرزي وياند محمد يوسف سها ويلي   چې کرزى به د مسکو په غونډه کې ځکه ګډون وکړي چې له طالبانو سره د سولې هر ډول خبرې بايد له پامه ونه غورځول شي.
د بلخ پخواني والي او د جمعيت ګوند يوه مشر عطا محمد نور هم ويلي چې د مسکو په غونډه کې به برخه اخلي.
روېټرز اژانس ليکي، په افغانستان کې د طالبانو مهمو غړو ويلي چې دوى به هم مسکو ته خپل يو هيئت ولېږي چې له ګاونډيو هېوادونو چين، ايران، پاکستان، تاجکستان، ازبکستان، ترکمنستان او نورو سره بحث وکړي.
دغو هېوادونو مخکې ويلي وو چې دغې غونډې ته به خپل استازي ولېږي.

 

په فیسبوک کې شیر کول

بېرته شاته