پښتو | English
ebound Live Stream
تازه خبر:

د ځینو ستونزو له امله خلک د رایه ورکولو څخه محروم شول
نیټه: Sat, 03 Nov 2018 13:28:58 +0000

 

په افغانستان کې د ټاکنو څخه د څار بنسټونه او مدني نهادونه وايي چې د ولسي جرګي په ټاکنو کې خلکو پراخ حضور درلوده خویو شمیر ستونزې ددې لامل شوي چې خلک د رایو ورکولو څخه محروم شوي.
دوی وايي په ټاکنیزو حوزو کې د نوملړنه نه شتون ، په ټاکنو کمېسیون کې نه همغږي او کمزوري مدیریت د ټاکنو پر وړاندې لوي ستونزې وي
بلخوا د ټاکنو خپلواک کمیسیون وایي، ټاکل شوې ده د افغانستان د ۳۲ولایتونو د ولسي جرګې د ټاکنو لومړنۍ پایلې د قوس میاشتې په دویمه  اعلان شي
په افغانستان کې  د ولسي جرګي د تیرو ټاکنو څخه د څار یو شمېر بنسټونه او مدني نهادونه وايي چې په ولسي جرګه ټاکنو کې خلکو پراخه ګډون کړی وو  د خلکو پراخه دا ګډون د دیموکراسي لپاره یو ښه بیلګه وه .
دغه بنسټونو  چې د شنبې په ورځ یې کنفرانس ورکړه په کې د څار بنسټونه ټیفا،فیفا،ایتوا او یو شمیر نورو مدني نهادونه هم برخه درلوده .
دوی په خبرې کنفرانس کې وویلي چې خلکو د ولسي جرګي په ټاکنو کې پراخه ګډون وکړه او امنیتي ځواکونو د بهرنیو ځواکونو په نشتون کلک امنیتي تدابیر نیولي وو.
د څار دا بنسټونه وايي چې په ټاکنو د ځینو ستونزو له امله ګڼ شمیر خلک بېرته کورونو ته ستانه شول او رایه ورکولو محروم شول.
دوی وايي د ټاکنو پر مهال دا ستونزې د ټاکنو په خپلواک کمېسیون کې  نه همغږي او کمزوري مدیریت وه.
د ځینو نوماندانو لخوا د ټاکنو پرمهال سړغونې،د بایومتریک دستګاوو خرابوالی،په ټاکنیزو حوزو کې د نوملړ نه شتون،ټاکنې دوهمې ورځې ته غځول هغه نورې ستونزې  وي چې د څار دې بنسټونو ورته اشاره وکړه.
بلخوا د ټاکنو خپلواک کمیسیون کمیشنر او ویاند سید حفیظ الله هاشمي وایي، ټاکل شوې ده د افغانستان د ۳۲ولایتونو د ولسي جرګې د ټاکنو لومړنۍ پایلې د د لیندۍ یا قوس میاشتې په دویمه خو د کابل هغه به بیا د همدې میاشتې په لسمه نېټه اعلان شي. 
که څه هم ټاکل شوې وه، د ولسي جرګې د ټاکنو لومړنۍ پایلې د لړم میاشتې په ۱۹مه اعلان شوې وای خو د یاد کمیسیون د ویاند په خبره، دا پرېکړه یې له ولایتونو نه د ټاکنیزو موادو په لېږد کې د ځنډ له امله کړې ده. هاشمي دغه راز وویل، چې ټاکنو کمیسیون به له غور وروسته په روانه اوونۍ کې د ولسمشریزو او ولسوالۍ شوراګانو ټاکنو په اړه هم خپله وروستۍ پرېکړه اعلان کړي. 

 

په فیسبوک کې شیر کول

بېرته شاته