پښتو | English
ebound Live Stream
تازه خبر:

دملي امنیت سلاکار دبرېښنا او اسلامي پوهنتون جوړولوډاډورکړ
نیټه: Sun, 04 Nov 2018 10:21:59 +0000

 

د ننګرهار ولايت چارواکي وايي، د ملي امنيت سلاکار ورته ډاډ ورکړی چې د دغه ولايت د برېښنا او اسلامي پوهنتون جوړېدو ستونزه به حلوي.
د ننګرهار د والي وياند عطاءالله خوږياڼي ویلي چې والي حيات الله حيات تېره ورځ په کابل کې د ملي امنیت له سلاکار سره د برېښنا، اسلامي پوهنتون او یو شمېر نورو موضوعاتو اړوند ناسته وکړه.
دی زياتوي، د ننګرهار والي د ملي امنیت له سلاکار حمدالله محب سره د هغه د کار په دفتر کې د لیدنې پر مهال په بادپښ سیمه کې پر ننګرهار د پرې شوې برېښنا چې له امله یې ګڼ شمېر فابریکې تړل شوې، جوماتونه او عام خلک له ګڼو ستونزو سره مخ دي د حل په موخه شریکه کړه او هم یې د اساسي حل په برخه کې لازم وړاندیزونه وکړل.
د ملي امنيت سلاکار د برېښنا او اسلامي پوهنتون اړوند ستونزو په اساسي حل کې هم د یو شمېر اقداماتو او همکاریو ډاډ ورکړ.
په ورته وخت کې د ننګرهار او لغمان والیانو د برېښنا عمومي شرکت له رییس سره د برېښنا ستونزې د لنډمهال او اساسي حل په موخه ناسته هم کړي
د يادې ليدنې پر مهال په بادپښ سیمه کې د برېښنا ستونزې د لنډمهال او اساسي حل، په ننګرهار کې د لمریزې برېښنا چارو د ګړندیتوب، ننګرهار ته د ۳ سوه مېګاواټه په ظرفیت د برېښنا را لېږد او یو شمېر نورو موضوعاتو په اړه ناسته وکړه

 

په فیسبوک کې شیر کول

بېرته شاته