پښتو | English
ebound Live Stream
تازه خبر:

ننګرهار او لغمان کې ۱۷ ددولت ضد وسله وال وژل شوي
نیټه: Sun, 04 Nov 2018 11:34:59 +0000

 

چارواکوپه وینا ننګرهار او لغمان ولايتونو کې د بېلابېلو هوايي بريدونو پرمهال  ١٧ دولت ضد وسله وال وژل شوي دي.
د معلوماتو له مخې، په يادو بريدونو کې هغه ځای هم په نښه شوی چې لغمان کې د برېښنا رياست تښتول شوي کارکوونکي په کې ساتل کېدل.
په ختيځ کې د ۲۰۱ سيلاب قول اردو مطبوعاتي مسوول جګړن محمد هارون يوسفزي وويل، د ايتلافي ځواکونو بې پيلوټه الوتکې ننګرهار او لغمان کې د داعش او طالب وسله والو پټنځايونه په نښه کړي دي.
هغه وايي، د ننګرهار نازيانو ولسوالۍ کې تېره ورځ د بريد پرمهال د دوه خولې نازيانو په سيمه کې د داعش ۷ وسله وال د هوايي بريد پرمهال وژل شوي دي.
دی زياتوي، تېر ماښام شپږ نيمې بجې د لغمان د اليشنګ ولسوالۍ په ګلاخېل سيمه کې هم د هوايي بريد پرمهال د وسله والو طالبانو څلور غړي وژل شوي دي.
د يوه بل خبر له مخې، د لغمان په پادپښ ولسوالۍ کې هم د هوايي بريدونو پرمهال د وسله والو طالبانو هغه پټنځايونه له منځه وړل شوي، چې د برېښنا رياست تښتول شوي کارکوونکي په کې ساتل کېدل.
د ننګرهار د والي وياند عطاء الله خوږياڼي وويل چې د دغو بريدونو پرمهال ۶ وسله وال هم وژل شوي دي.
د لغمان د والي وياند اسدالله دولتزي هم تاييد کړه چې بهرنيو ځواکونو هلته د عملياتو پرمهال يو شمېر وسله وال وژلي او هغه ځای يې هم له منځه وړی، چې د برېښنا رياست تښتول شوي فني کارکوونکي په کې ساتل کېدل.
داعش او طالب وسله والو تر اوسه په دې اړه رسنيو ته څه نه دي ويلي.

 

په فیسبوک کې شیر کول

بېرته شاته