پښتو | English
ebound Live Stream
تازه خبر:

ننګرهارکې سوداګروکاربندیزاعلان کړ
نیټه: Sun, 04 Nov 2018 12:09:34 +0000

 

د ننګرهار ولایت  سوداګرو په دې ولایت کې د یو سوداګر پر زوی د وسله وال برید په غبرګون کې کاربندیز اعلان کړه .
سوداګر وايي دا کار بندیز به یې تر هغه دوام ولري چې د بشپړ امنيت ټينګښت ډاډ نه وي ورکړل شوی.
معلوماتو له مخې ننګرهار کې دوه سوو څخه زياتې فابريکې موجودې دي، چې په تړل کېدو سره به یې ۷۰۰۰ څخه زيات کارګر بې روزګاره شي..
د ننګرهار ولايت سوداګرو د دغه ولايت د شيخ مصري په صنعتي ښارګوټي کې د يو سوداګر پر ځوی د وسله وال بريد په غبرګون کاربنديز وکړ او د خپل امنيت د ټينګښت غوښتنه يې وکړه
تېره ورځ د دغه ولايت د سرخرود ولسوالۍ اړوند شیخ مصري صنعتي پارک کې وسله والو د يو سوداګر په ځوی بريد کړی، هغه او یو ساتونکی یې ټپي شوی او بل ساتونکی يې وژل شوی دی. 
سوداګرو د دغه ولايت د صنعت کارانو او معدن اتحاديې په انګړ کې د يو رسنيز کنفرانس پرمهال خپله دغه پرېکړه اعلان کړه. 
د سوداګرو له ډلې حاجي زلمی وايي، ننګرهار کې د سوداګرو د ژوند، اولاد او مال خوندي کولو لپاره هېڅ ډاډ نه دی موجود او هر ځای يې د ترور امکان شته. 
دغه راز د ننګرهار ولايت د شوکاڼو د پروسس فابريکو د ټولنې مشر حاجي ولي خوږياڼي وويل، چې دا لومړی ځل نه دی، چې دا ډول پېښه رامنځته کېږي، بلکې تر دې وړاندې هم سوداګر، صنعتکاران، زرګر او صرافان لسګونه ځل په نښه شوي دي
دغه راز د انجينر قاسم يوسفي په نوم سوداګر چې د کورنيو غوړيو د توليد کارخانه لري وايي چې شنبه  يې د سرخرود ولسوالۍ اړوند د شيخ مصري صنعتي ښارګوټي کې د خپلې فابريکې مخې ته وسله والو تر بريد لاندې راوستی دی. 
نوموړي وويل، بريد پنځو وسله والو کړی، ځوی يې او يو ساتونکی يې ټپي شوي او موټر چلوونکی يې ځای پرځای وژل شوی دی. 
بلخوا د ننګرهار د والي وياند عطاء الله خوږياڼي تاييد کړه، چې تېره ورځ پر سوداګرو بريد شوی او دوه کسان ټپيان شوي او يو بل وژل شوی دی
. هغه ډاډ ورکړ، چې د روانې مياشتې په ۱۵مه نيټه ننګرهار کې د همدغو ستونزو د حل لپاره د اقتصاد عالي شورا جوړېږي، چې د سوداګرو ترڅنګ به په کې امنيتي او ملکي ادارو مسولين هم موجود وي. 
د يادولو وړ ده، چې د ننګرهار ولايت سوداګرو تر دې وړاندې هم په ځلونونو د خپل امنيت د نه موجوديت له امله اندېښنې شريکې کړي دي.

 

په فیسبوک کې شیر کول

بېرته شاته