پښتو | English
ebound Live Stream
تازه خبر:

په ننګرهار کې لا هم د حق غوښتنې اعتراضیه خېمه درول شوي
نیټه: Sun, 04 Nov 2018 12:59:36 +0000

ننګرهار کې د بریښنا دپرېکون او د اسلامي پوهنتون د انتقال له امله دحق غوښتني خېمه د دوهمې ورځي لپاره هم ولاړه وه.
د خیمې ګډونوال وايي حکومت ننګرهاریانو ته په خپله خوښه ورکړي امتیازات له دوی بېرته اخلي. 
داجرائیه ریاست سلاکار هم مني چې له ننګرهاریانو سره د بریښنا په باره  کې توپیري چلند شوی خو اوس يې د ژر حل ژمنه کوي. 
 ننګرهار کي دحق غوښتني خېمه د دوهمي ورځ لپاره هم درول شوي وه. 
دخیمې ګډونوال په ننګرهار پرې شوي بریښنا او له دې ولایت نه مرکز کابل ته داسلامي پوهنتون لیږد د ننګرهار له ولسونو سره دافغان حکومت دتوپیري چلند په معنی بولي او وايي ترهغې چې يې حکومت یادې ستونزې ته حل نه وي پیدا کړی اعتراضونه به يي داوم لري. 
دوی له ننګرهار نه مرکز کابل ته د اسلامي پوهنتون انتقال ته په اشاري وايي حکومت ننګرهاریو ته په خپله خوښه ورکړي امتیازات د ځينو کړیو په غوښتنه له دوی بېرته اخلي چې ولسونو ته دمسله دمنلو وړ نده. 
داجرایه ریاست سلاکارګل اغا نثار مومند هم منې چې ننګرهار ته د بریښنا د رالیږد پروخت د وخت له حکومتي چارواکو له لورې د ننګرهاریانو سره خیانت شوی خو دی ژمنه کوي چې ددې ستونزې د حل لپاره په بدېلو لارو چارو غور کوي ترڅو یاده ستونزه د تل لپاره حل شي. 
له تیري یوې میاشتي راهیسي د لغمان د باد پښ په سیمه کې د وسله والو طالبانو له لوري په ننګرهار اولغمان ولایتونو برېښنا پرې شوي چې له لومړیو ورځو راهیسي يې حکومتي چارواکو د ستونزي د ژرحل ژمنه کړي خو لاتراوسه د بریښنا ستونزه همداسي ناحله پاتې ده.

 

 

په فیسبوک کې شیر کول

بېرته شاته