پښتو | English
ebound Live Stream
تازه خبر:

نړیوال بانک افغانستان سره ۷۵ میليونه ډالر مرسته کوي
نیټه: Sun, 04 Nov 2018 13:04:53 +0000

د افغانستان د کرنې او مالدارۍ وزارت وايي، نړیوال پراختیايي بانک په افغانستان کې د باغدارۍ د ودې او پراختيا لپاره له دغه هېواد سره د ۷۵ میليونو ډالرو مرسته کوي.
د دغه وزارت ویاند اکبر رستمي وویل چې دغه پیسې به د باغ لرونکو او کروندګرو د پياوړتیا، د غلو دانو د تولید د زیاتوالي او د زراعتي متشبثینو د ملاتړ په برخه کې ولګول شي.
رستمي وايي، د نړیوال پراختیايي بانک د دغو مرستو په لګولو سره به زراعتي تولیدات زیات او ورسره به د خلکو په اقتصاد کې هم د پام وړ بدلون راشي.
د ده په خبره، دا چې افغانستان يو زراعتي هېواد دی، نو دا شان مرستې کولای شي چې د خلکو په ژوند او د کرنیزو تولیداتو د کچې په لوړولو کې د پام وړ رول ولوبوي.

 

 

په فیسبوک کې شیر کول

بېرته شاته