پښتو | English
ebound Live Stream
تازه خبر:

اصولي: پاکستان دافغانستان په وړاندې نوې استخباراتي لوبې پیل کړې
نیټه: Mon, 05 Nov 2018 10:09:37 +0000

 

د ولسي جرګې غړي کمال ناصر اصولي ددغه جرګې په غونډه کې د خبرو پر مهال وویل، د پاکستان استخباراتي ادارې یا ای ایس ای د افغانستان پر وړاندې نوې استخباراتي لوبې پيل کړې دي او غواړي نړۍ ته دا وښيي چې دوی د ترهګرو ملاتړي نه دي. 
دده په خبره پاکستان د ترهګرو د ملاتړو هېوادونو په کتار کې راوستل شوی دی نو له همدې امله په ځینو ظاهري لوبو غواړي دغه ذهنیت بدل کړي.
 هغه د ملا سمیع الحق وژل کېدل او په افغانستان کې د ځينو مهمو شخصیتونو ترور هم د پاکستاني حکومت پلانونه بولي.
 اصولي همدا راز وویل، چې په پاکستان کې د ای ایس ای استخباراتي ادارې یوه ډله کارکوونکي د ملایانو په نامه فعالیت کوي او په افغانستان کې د جګړو او جهاد فتوا ورکوي.
 نوموړي ملا سمیع الحق هم د هغو کسانو له ډلې وباله چې په حقیقت کې د پاکستان د استخباراتي ادرې لوډسپیکر و او د همدې ادارې لپاره یې کار کاوه. 
اصولي پر طالبانو هم غږ وکړ، چې له خپل حکومت سره کېني او د سولې خبرې وکړي.

 

په فیسبوک کې شیر کول

بېرته شاته