پښتو | English
ebound Live Stream
تازه خبر:

ټاکل شوې چې روانه اونۍ دولسمشرۍ دانتخاباتومهالویش اعلان شي
نیټه: Mon, 05 Nov 2018 10:13:36 +0000

 

د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمېسیون وايي، ټاکل شوې چې روانه اوونۍ د ولسمشرۍ د انتخاباتو مهالویش اعلان شي.
دا کمېسیون وايي چې د ولسمشرۍ د انتخاباتو د مهالویش د ښه سمون په هدف به د ګوندونو، سیاسي جریانونو او مدني ټولنو سلا مشورو ته ځانګړی پام وشي.
د دغه کمېسیون مرستیال ویاند ذبیح سادات نن ویلي  چې ټاکل شوې دغه مهال‎ویش روانه اوونۍ اعلان شي.
د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمېسیون درې ورځې مخکې د ولسمشرۍ د انتخاباتو نېټه د ۱۳۹۸کال د وري میاشتې ۳۱ نېټه اعلان کړې وه.

 

په فیسبوک کې شیر کول

بېرته شاته