پښتو | English
ebound Live Stream
تازه خبر:

عبدالله: حکومت به په کابل کې دسوځېدلومارکېټونو له زیانمنوسره مرسته وکړي
نیټه: Mon, 05 Nov 2018 10:14:58 +0000

 

د افغانستان اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله وايي، حکومت به د خپل توان سره سم په کابل کې د سوځېدلو مارکېټونو له زیانمنو سره مرسته وکړي.
عبدالله چې نن‌يې د وزیرانو شورا تر غونډې دمخه رسنیو ته خبرې کولې وویل، حکومت یو کمېسیون ته دنده سپارلې چې دا پېښه وڅېړي او تمه ده چې له هغې وروسته اړوند بسنټونه خپل رول ادا کړي.
د جمعې په شپه د کابل په خیرخواه مارکېټ کې د اورلګېدنې له امله چې وروسته بیا نږدې نورو مارکېټونو ته هم وغځېد ګڼ دکانونه وسوځېدل.
د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو خونې وايي چې په دغه اورلګېدنه کې سوداګرو او هټۍوالو ته میلیونونه ډالره زیان رسېدلی دی.
په خیرخواه، کابل، زرنګار او اتفاق مارکېټونو کې تر ډېره برقي سامان الات، موبایلونه او د کور د اړتیا وړ نور وسایل خرڅېدل.

 

په فیسبوک کې شیر کول

بېرته شاته