پښتو | English
ebound Live Stream
تازه خبر:

عبدالله : نړیوال پوهنتون په کابل کې جوړیږي
نیټه: Mon, 05 Nov 2018 13:03:41 +0000

 


د حکومت اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله وايي د ننګرهار او لغمان د برښنا په اړه په امنیت شورا کې د دغې ستونزې په دایمي حل بحثونه کېږي
عبدالله عبدالله دا څرګندونې د دوشنبې په ورځ د وزیرانو شورا له ناستې مخکې رسنیو ته کړي دي.
عبدالله دغه ‌شان ویلي چې د برښنا د مزو پرې کېدو د ننګرهار او لغمان په اقتصادي وضعیت بد اغېز کړی او خلک‌یې له سختو ننګونو سره مخ کړي دي.
عبدالله وویل چې د ننګرهار او د لغمان د بریښنا ستونزه به د امنیت شورا په غونډه کې بحث شي او د حل لاره به ورته ولټول شي.
عبدالله عبدالله د وزیرانو شورا په غونډه کې وویل چې د اسلامي نړیوال پوهنتون  کابل کې جوړیدل د افغان حکومت فیصله نه ده او دا فیصله د اسلامي کنفرانس هېوادونه کړي.
ده وویل چې نړیوالو پوهنتونه د ټولو هېوادونو په مرکزونو کې جوړیږي او که چیرې دا پوهنتون په کابل کې جوړ نه شي نو د افغانستان له لاسه به ووځي.
 نوموړی وویل چې که چیرې دا پوهنتون په کابل کې جوړ نه شي نو ددې پوهنتون پیسې به نورو هېوادونه ورکول شي او نور هېوادونه ددې پوهنتون جوړیدو لپاره هڅې کوي.
ده وویل چې  اسلامي نړیوال پوهنتون پوهنځې به په ننګرهار کې جوړي شي.
عبدالله عبدالله وویل چې په دې پوهنتون به ۳۵۰ میلونه ډالره لګښت راشي چې د لوړو زده کړو په برخه کې به تر ټولو لویه پروژه وي. 
کابو یو کال وړاندې ددې اسلامي نړیوال پوهنتون د چهار دیوالي ډبره د  د ننګرهار په رودات ولسوالۍ کیښودل شوه .
مخکې داسې اوازې وې چې یوازې سعودي عربستان دا پوهنتون جوړوي خو چارواکي وايي دا داسلامي هیوادونو په ګډه پانګه جوړیږي.

 

په فیسبوک کې شیر کول

بېرته شاته