پښتو | English
ebound Live Stream
تازه خبر:

د مسکو غونډه کې یوازې د سولې شورا پلاوی ګډون کوي
نیټه: Mon, 05 Nov 2018 13:28:01 +0000


دا غونډه د روانې میلادي میاشت په ۹ مه مسکو کې جوړه کیږي چې د طالبانو استازې به هم په کې ګډون ولري.
د افغانستان د سولې عالي شورا یو پلاوی به په دې غونډه کې ګډون وکړه خو دا شورا وايي له طالبانو سره د سولې لپاره په تېر کې ټولې ناستې د حکومتونو تر منځ وې، خو دا ناسته له هغو سره توپير لري

په افغان حکومت کې د ننه یوې جګپوړې سرچینې رسنیو ته ویلي  افغان حکومت به له طالبانو سره د سولې په تړاو په هغه غونډه کې ګډون نه کوي چې ټاکل شوې ده د روانې میاشتې پر ۹مه نېټه په مسکو کې جوړه شي.
 دا غونډه د روسیې د بهرنیو چارو وزارت لخوا رابلل شوې.
یادې سرچینې  بي بي سي ته ویلي چې د ارګ، ملي امنیت شورا او د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت په استازیتوب به هېڅوک په دې غونډه کې برخه نه اخلي.
سرچینې زیاته کړه، د امریکا د حکومت په استازیتوب هم ښایي څوک په دې ناسته کې ګډون ونکړي.
خو په ورته وخت کې د افغانستان د سولې عالي شورا اعلان کړی چې له طالبانو سره د سولې په تړاو د مسکو په راتلونکې غوڼده کې به د دوی یو پلاوی ګډون کوي.
بله خوا د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت ویلي، لا هم له روسیې سره د مسکو د ناستې د جوړولو پر سر کومې هوکړې ته نه دي رسېدلي.
ټاکل شوې وه چې د مسکو ناسته په تېره سپتمبر میاشت کې وشي، خو د افغان حکومت په غوښتنه وځنډول شوه.
کابل هغه مهال ویلي وو، د دې غونډې د لا اغېزمنتوب او ښه تنظیم لپاره یې د ځنډولو غوښتنه کړې.
د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ویلي، د مسکو غونډه به د روانې نومبر میاشتې پر ۹مه نېټه کېږي، او د دې وزارت مرستیال لخوا به پرانیستل کېږي.
روسیې په اګست میاشت کې اعلان کړی و چې وسله وال طالبان چمتو دي چې د سولې په تړاو د مسکو غونډه کې ګډون وکړي.
د افغانستان د سولې عالي شورا ویلي، د دوی لخوا به یو شپږ کسیز پلاوی په دې ناسته کې ګډون کوي.
د سولې د عالي شورا ویاند احسان الله طاهري وایي، له طالبانو سره د سولې لپاره په تېر کې ټولې ناستې د حکومتونو تر منځ وې، خو دا ناسته له هغو سره توپير لري.
خو داسې ښکاري چې د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د مسکو د ناستې په اړه جلا دریځ لري.
د یاد وزارت ویاند صبغت احمدي ویلي  افغان حکومت لا هم د دې غونډې پر سر له روسیې سره کومې وروستۍ هوکړې ته نه دی رسېدلی.

 

په فیسبوک کې شیر کول

بېرته شاته