پښتو | English
ebound Live Stream
تازه خبر:

ولسمشر له چین سره د جلغوزیو د لېږد هوايي دهلیز پرانیست
نیټه: Tue, 06 Nov 2018 10:39:54 +0000

 

نن د لومړي ځل لپاره د افغانستان جلغوزي د هوایي دهلیز له لارې چین ته ولېږل شول.
ولسمشر غني نن سهار د حامد کرزي په نړیوال هوايي ډګر کې د افغانستان او چین تر منځ د هوايي دهلېز د پرانیستې پر مهال وویل، له دې وروسته به د افغانستان پټو خزانو لکه جلغوزي، پستې او زیرې ته جدي پاملرنه وشي اولومړني توکي چې له دې لارې چین ته لېږدول کېږي د افغانستان جلغوزي دي. 
ولسمشر ددغه دهلیز د پرانیستې پر مهال وویل، چې هڅه به وکړاي شي د نړۍ له نورو هېوادونو سره هم د هوایي دهلیز له لارې د افغانستان سوداګریزې اړیکې پراخې کړي.
 دده په وینا تر دې وړاندې به افغان محصولات په نورو هېوادونو کې د ګاونډیو هېوادونو په نامه پلورل کېدل خو اوس د افغانستان په نامه پلورل کېږي او ښه بازار لري. 
ولسمشر همدا راز وویل، چې هېواد يي هېڅکله په بهرنیو مرستو وده نه شي کولی نو ددایمي ودې لپاره په کار ده، چې افغانان له خپلو طبیعي سرچینو ګټه پورته کړي او په دې برخه کې پانګونه وشي. 
نوموړي زیاته کړه، چې په هېواد کې څلوېښت سلنه وګړي لا هم په بزګرۍ بوخت دي او دې برخې ته جدي پاملرنه په کار ده.
 ولسمشر د لړم پنځلسمه د جلغوزیو د ملي ورځې په نامه و نوموله او په خبره یې دغه ورځ به هر کال نمانځل کېږي. 

 

په فیسبوک کې شیر کول

بېرته شاته