پښتو | English
ebound Live Stream
تازه خبر:

په فراه کې دیوکنډک ریس ارکان په ګډون ۴۰ سرتیري وژل شوي
نیټه: Tue, 06 Nov 2018 10:43:37 +0000

 

د فراه په پشت رود ولسوالۍ کې د سرحدي ځواکونو یو کنډک سقوط شوی او ګڼ سرتیري پکې وژل شوي دي. 
د فراه د ولایتي شورا غړي دادالله قانع ویلي، ددغه کنډک د سقوط په پایله کې څلویښت سرتیري وژل شوي او ټول جګړه ییز تجهیزات یې د طالبانو لاس ته لویدلي دي.
 ویل کیږي چې ددغه کنډک رییس ارکان له خپلو ټولو سرتیرو سره وژل شوی، خو ځینو نورو سرچینو بیا رسنیو ته ویلي، تېره شپه پر دغه کنډک برید کې شپیته سرتیري وژل شوي دي. 
امنیتي چارواکو ددغه خبر په اړه د نظر له څرګندولو ډډه کړې ده.

 

په فیسبوک کې شیر کول

بېرته شاته