پښتو | English
ebound Live Stream
تازه خبر:

د ناټو سرمنشي ینس سټولټنبرګ په یو ناڅاپي سفر کابل ته را غلی
نیټه: Tue, 06 Nov 2018 10:49:40 +0000

 

د ناټو سرمنشي ینس سټولټنبرګ د سې شنبې په ورځ په یو نا اعلان شوي سفر افغانستان ته راغلی.
د ناټو لخوا په خپره شوې اعلامیه کې ویل شوي چې سټولټنبرګ اوس مهال په افغانستان کې دی.
بیان وايي، ټاکل شوې نوموړی افغانستان ته د خپل سفر پرمهال له ولسمشر غني، اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله او یو شمېر وزیرانو ترڅنګ د مدني ټولنو له استازو سره هم وګوري.
ناټو زیاتوي چې سټولټنبرګ به په دغه سفر کې په افغانستان کې د ناټو له عمومي‌قوماندان سکاټ مېلر او د ناټو له ملکي استازي سره هم وګوري.
اعلامیه وايي چې سټولټنبرګ او ولسمشر غني به یو ګډ مطبوعاتي‌کنفرانس ته هم وینا وکړي.
د افغانستان جمهوري ریاست هم ویلي چې ولسمشر غني او سټولټنبرګ به تر غرمې وروسته مطبوعاتو ته وینا وکړي.
ارګ په دې اړه نور معلومات نه دي ورکړي.

 

په فیسبوک کې شیر کول

بېرته شاته