پښتو | English
ebound Live Stream
تازه خبر:

احدي دملي ائتلاف سره پرېکون وکړ
نیټه: Tue, 06 Nov 2018 12:17:47 +0000

 

د انوارالحق احدي په مشرۍ نوې ملي جبهه وايي چې له لوی ملي ائتلاف سره‌يې پرېکون وکړ.

د افغانستان نوې ملي جبهې ویاند سیدجواد حسیني نن په کابل کې یوې خبري غونډې ته وویل چې دا جبهه وروسته له‌دې له لوی ملي اېتلاف سره ګډ فعالیت نه‌لري او په رسمي ډول یې له دې اېتلاف سره اړیکې پرې کړې‌دي.

د راتلونکي حکومت په جوړښت، په ځانګړي ډول د اجرائیه ریاست د دوام تر څنګ د صدارعظمۍ د څوکۍ رامنځته کول هغه مسایل دي چې د انوارالحق احدي په مشرۍ نوې ملي جبهه‌یې له لوي ملي ائتلافه د خپلو وتلو لاملونه بولي.
د افغانستان نوې ملي جبهې په خبرپاڼې کې راغلي چې وروسته له‌دې به خپل سیاسي فعالیتونه په جلا ډول تنظیم کړي.

خو د افغانستان د لوی ملي اېتلاف غړی محمد ناطقي د اجرایوي ریاست پر سر اختلاف بهانه وګڼله او ویې ویل چې د افغانستان د ملي جبهې مشر انوارالحق احدي ولسمشریزو ټاکنو ته د نوماندۍ ډېره لېوالتیا لرله او ویلي یې وو، که د اېتلاف نوماند وي؛ د اجرایوي ریاست څوکۍ سره ستونزه نه‌لري.
د دغې جبهې ویاند سید جواد حسیني د ولسمشرۍ په راتلونکو انتخاباتو کې د احدي نوماند کېدل هم تأييد کړي
د  ناطقي په وینا، د افغانستان لوی ملي اېتلاف د ولسمشريزو ټاکنو له‌پاره د نوماندانو د غوره کولو نوم‌لړ جوړولو چې احدي هم په‌کې شاملېدلو.

 

په فیسبوک کې شیر کول

بېرته شاته