پښتو | English
ebound Live Stream
تازه خبر:

ننګرهار او لغمان کې ۱۵۰۰ ګډوالوکورنيو ته دکارموندني زمينه برابره شوې
نیټه: Tue, 06 Nov 2018 12:57:03 +0000


 
د ننګرهار او لغمان ولايتونو د کليو او پراختیا رياستونو چارواکي وايي، مرکز او يو شمېر ولسوالیو کې يې بېرته راستنو شويو ۱۵۰۰ کډوالو کورنيو ته د قالينو اوبدلو د صنعت زمينه برابره کړې ده.

د ننګرهار د کليو او پراختيا رياست د معلوماتو له مخې، دوی له تېرو څو مياشتو راهيسې پر راستنو شويو کورنيو د قالين اوبدلو صنعت د وسايلو او کارګاه د وېش لړۍ پيل کړې وه، چې دوه اوونۍ وړاندې پای ته ورسېده.

دهغه دمعلوماتو له مخي په ۲۰۱۶ او ۲۰۱۷ کلونو کې له پاکستان څخه راستنو شويو کورنيو ته د کارموندنې په خاطر د قالين اوبدنې صنعت وسايل او کارګاوو د ورکړې لړۍ پيل کړې وه.

هغه زياتوي، دا لړۍ اوس بشپړه شوې او دوی په دغه موده کې د ۵۸۱ مېرمنو په ګډون يې ۱۰۰۰ کسانو ته د قالين اوبدلو کارګاوې ورکړې دي.

نوموړی وایي، دغه دستګاوې د بهسودو، سرخرود، ښېوې، روداتو، کوټ، اچين او خوږياڼو ولسواليو او جلال اباد ښار کې وېشل شوې دي.

بلخوا د لغمان ولايت د کلیو او پراختیا ریاست چارواکي هم وايي چې دغه ولايت کې هم پر ۵۰۰ راستنو شويو کورنيو دا ډول وسايل ويشل شوي او ډېرو هغو يې قالين اوبدل هم پيل کړي دي.

د لغمان ولايت د کليو او پراختيا رييس امان الله مياخېل وايي، چې د قالين اوبدلو دستګاوې يې د قرغيو ولسوالۍ ۳۳۰ کورنيو او پاتې نورې يې په مرکز مهترلام ښار کې وېشلې دي.

 

په فیسبوک کې شیر کول

بېرته شاته