پښتو | English
ebound Live Stream
تازه خبر:

ننګرهار په نازيانو کې ۵۰۰ ولسي خلکو د وسله والو مخالفینو په ضد پاڅون کړی
نیټه: Thu, 08 Nov 2018 12:00:16 +0000


د ننګرهار ولايت د نازيانو ولسوالۍ شاوخوا ۵۰۰ اوسېدونکو خپلې وسلې اخېستي او  په خپلو سيمو کې يې د وسله والو پر ضد پاڅون کړی دی.
دوی وايي، نور اجازه نه ورکوي، چې وسله وال د دوی په سيمو کې دولت ضد کړنې ترسره کړي او ورسره به لکه د افغان امنيتي ځواکونو جګړه کوي.
دغو ځايي خلکو پرون د  وسله والو پر ضد وسله پورته کړي   په خپلو لرو پرتو غره ييزو سيمو کې د وسلوالو مخا لفینو ضد عمليات پيل کړل.
چارواکي وايي، د ملي اردو، ملي او سرحدي پوليس او د ملي منيت منسوبين به هم د دغو پاڅون کوونکو ملاتړ کوي او هم به يې د وسلو په برخه کې ملاتړ وي.
د ننګرهار د ملي امنیت رييس تورنجنرال نظرعلي واحدي وایي، د دې عملیاتو د پیل کېدو سره سم یې ولسي پاڅوون کوونکي چمتو کړي، ترڅو د پاکو شويو سیمو ساتنه وکړي او په همدې موخه یې د عملیاتو ترڅنګ د پوستو جوړولو چارې هم پیل کړي دي.
دی وايي، د پاڅونوالو شمېر شاوخوا ۵۰۰ تنه دی، چې ډيرو يې خپلې وسلې له ځانه سره راوړې دي
د ملي اردو ځواکونو د څلورمې لوا قوماندان برید جنرال محمد کریم نیازی وایي، ټول ځواکونه اکمال او تجهیز دي او د هوایي ځواکونو په مرسته په لوړ مرال یې د داعشیانو او نورو مخالفینو د لمنځه وړلو په موخه عملیات جریان لري.
د نازیانو ولسوال قاضي طارق ډاډ ورکړ،چې ولسونه د امنیتي ځواکونو سره بشپړ همکار دي،ترڅو د پاکوو شوو سیمو په ساتنه کې په ولسي حرکت سره همکاري وکړي .
د يادې ولسوالۍ پاڅون کوونکو مشر ملک دهقان وايي  وسله والې ډلې د دوئ په سيمه کې ډير ظلمونه کړي او تر دې وروسته به هېڅکله دغې ډلې ته په خپله سيمه کې ځاي ورنه کړي.
د يادولو وړ ده، چې تر دې وړاندې د ننګرهار يو شمېر نورو ولسواليو کې هم د وسله والو ضد ولسي پاڅونونه شوي، چې تر ټولو وروستی هغه يې د کوټ ولسوالۍ د خلکو پاڅون دی.

 

 

په فیسبوک کې شیر کول

بېرته شاته