پښتو | English
ebound Live Stream
تازه خبر:

کار او کسب په برخه کې افغانستانلومړی مقام خپل کړ
نیټه: Sun, 11 Nov 2018 13:17:46 +0000

 
 افغانستان دکار اوکسب په برخه کې د اسانتیاو د برابرولو له امله د نړۍ په لسو هیوادونو کې لومړی مقام خپل کړی. 
له مرکز کابل نه د جمهوري ریاست اداري چارو دتخنیکي معین په ګډون د کابیني د یوشمیر وزارتونو معینان هم د همدې خوښۍ دلمانځلو په هدف ننګرهار ته راغلي وو او دا خوښي يې د یوې غونډې په جوړولو سره ولمانځله. 
د جمهوری ریاست داداري چارو تخنیکي معین غونډي ته په خپله وینا کې وویل د اقتصادی پرمختګ لپاره تر دوه زره څلور دېرشم کال پورې  د ننګرهار په ګډون د هیواد په څو ولایتونو کې اقتصادي زونونه رامنځ ته کوي چې پیل به يې له کندهار نه کوي.
ولایتی چارواکي د هیواد د اقتصادي پیاوړتیا لپاره ننګرهار یومهم ولایت بولي او د مرکزي حکومت له چارواکو يې وغوښتل چې پدې ولایت کې دې د اقتصادي ودې لپاره ملکي هوايي ډګر جوړ کړي چې ددې ولایت څخه هم دنړۍ مختلفو هیوادونو سره د هوايي دهلیز له لارې سوداګریزي اړیکي رامنځ ته شي.
د ننګرهارپوهنتون ریس ډاډ ورکوي چې د مسلکي بشري ځواک تر څنګ به د هیواد داقتصادي پرمختګ لپاره د پوهنتون داستادانو او محصلینو جوړکړي طرحې د مرکزي حکومت له چارواکو سره شریکي کړي چې په عملي کېدو سره به يې د هیواد اقتصاد پرمختګ وکړي .
هغه سروې چې له مخې يې افغانستان د نړۍ په لسو هیوادونو کې سوداګرو ته  د اسانتیاو دبرابرولو او دسوداګریزو بنسټونو د رغولو په برخه کې په لومړي مقام کي راغلی دروان کال دلړم په نهمه نیټه دنړیوال بانک له خوا ترسره شوې.

 

 

په فیسبوک کې شیر کول

بېرته شاته