پښتو | English
ebound Live Stream
تازه خبر:

هرات کې زعفران دګل څلورم جشن ترسره شو
نیټه: Mon, 12 Nov 2018 12:32:37 +0000

 

په هرات ولایت کې د زعفران د ګل څلورم جشن ترسره شو خو د زعفرانو ګروندګر وايي قاچاقي او بي کیفته ایراني زعفرانو یې د وطني زعفرانو پر نرخونو اغیزې کړي او وايي حکومت تر اوسه د قاچاقي زعفرانو په مخنیوي کې کوم اقدام نه دی کړی.

خو د کرنې ریاست مسؤلین وايي چې هېواد ته یې د واردیدونکو زعفرانو مخنیوی کړی کوم چې  ایران څخه افغانستان ته راځي.

په هرات ولایت کې د حکومتي شمیرو له مخې سږکال په دې ولایت کې په ۶ زره هکتاره ځمکه کې زعفران کرل شوي.

په هرات ولایت کې همدې زعفران څلورم جشن د یو نندارتون په توګه ترسره شو .

د زعفرانو یو شمیر سوداګر چې په دې جشن کې یې ګډون کړی وو هېواد ته د بې کیفته ایراني زعفرانو څخه یې شکایت کاوه .

دوی د حکومت څخه غوښتنه کوي چې هېواد ته د قاچاقي او د بي کیفته زعفرانو مخنیوی وکړي.

په همدې حال کې د زعفرانو د اتحادي مسؤلین د ولسمشر غني د هغې حکم مننه کوي چې د قاچاقي زعفرانو د مخنیوي په اړه یې کړی خو ټینګار کوي چې دا حکم باید په دولتي ادارو په سمه توګه پلی شي.

 د هرات د کرنې ریاست د معلوماتو له مخې روان کال کې به په دې ولایت کې د کرل شویو زعفرانو څخه ۱۲ ټنه زعفران ترلاسه شي

د کرنې ریاست مسؤلین وايي اوسمهال په دې ولایت کې ۱۰ زره کورنۍ د زعفرانو په کر کیله بوختي دي.

اوسمهال یو کیلو زعفران د هرات په بازرانو کې ۵۵ زره افغانۍ باندې پلورل کیږي.

له دې وړاندې  ولسمشر غني د قاچاقي زعفران د مخنیوي په اړه یو حکم ورکړی ترڅو هېواد ته د قاچاقي زعفرانو مخنیوی وشي خو بزګران او سوداګر شکایت کوي چې تر اوسه دا حکم په سمه توګه نه دی پلی شوی.

 

په فیسبوک کې شیر کول

بېرته شاته