پښتو | English
ebound Live Stream
تازه خبر:

افغانستان د اسیا ایمرجنګ کپ کرکټ سیالیو ته ۲۳ لوبغاړي اعلان کړل
نیټه: Wed, 14 Nov 2018 11:42:10 +0000

 

افغانستان د اسیا ایمرجنګ کپ کرکټ سیالیو په الف ګروپ کې دی
افغانستان د اسیا ایمرجنګ کپ کرکټ سیالیو کې د هند، سریلانکا او عمان سره په الف ګروپ کې دی.
د دغو سیالیو په «ب» ګروپ کې بیا پاکستان، بنګله دېش،هانګ کانګ او د متحده عربي امارات شامل دي.
دغه سیالۍ د ۲۰۱۸ میلادي کال په دیسمبر میاشت کې د هند او پاکستان په ګډ کوربه‌توب ترسره کېږي.
د افغانستان د کرکټ بورډ غوراوي کمېټې څو ورځې وړاندې دغو سیالیو ته د ۲۳ افغان لوبغاړو ابتدايي نوم‌لړ اعلان کړ چې په هند کې به له یو لړ تمریناتو وروسته د اسیا ایمرجنګ کپ سیالیو ته وروستۍ لوبډله معلومه شي.

 

په فیسبوک کې شیر کول

بېرته شاته