پښتو | English
ebound Live Stream
تازه خبر:

د ټاپي پروژې مسؤلین: تمه ده دوه کاله وروسته دا پروژه بشپړه شي
نیټه: Thu, 15 Nov 2018 13:22:47 +0000

 

دا پروژه له څه باندې یوې لسیزې راهېسې په کاغذونو کې پرته وه، خو تېرکال یې د نل لیکې د غزولو رسمې کار پیل شو.
د ګازو دغه نلېکه د ترکمنستان څخه شروع افغانستان ، پاکستان او بیا هند ته وغځول شي.
د پروژې اجرايي مشر وایي په دوو کلونو کې به د ګازو دغه ځنډیدلې پروژه ګټې اخیستنې ته چمتو شي.
د ترکمنستان، افغانستان، پاکستان او هند (تاپي) د دغې ګډې پروژي کارونه تېرکال پيل شول او اوس یې د پانګونې چارې هم په بشپړیدو دي.
د تاپي پروژې اجرایي مشر محمد میرات امانوف وايي د مخکني پلان له مخې باید پر دغې پروژې لس میلیارد ډالر لګښت شوی وای خو اوس یې مصرف اوو میلیارد ډالرو ته راټیټ شوی دی.
د امانوف په وینا د پروژې په لګښت کې د پانګونې په اړه به وروستۍ پریکړه راتلونکي کال کې وشي. 
دا پروژه له څه باندې یوې لسیزې راهېسې په کاغذونو کې پرته وه، خو تېرکال یې د نل لیکې د غزولو کار پیل شو.
د امانوف په خبره د دغې پروژې په لومړي پړاو کې پنځه میلیارد ډالر لګښت راځي.
د رویټرز خبري اژانس د امانوف له خولې لیکلي دي چې د وروستۍ پانګونې په اړه له پریکړې وروسته به په یو کال کې افغانستان او شاوخوا دوو کلونو کې پاکستان ته ګاز ولیږدول شي.
د جرمني او ایټالیا ځینې شرکتونه د دغې پروژې لپاره وسایل انتقالوي خو لوی ماليي ملاتړي یې د اسیا پراختیايي بانک او اسلامي پراختیايي بانک دي.
ولسمشر محمد اشرف غني د تېرکال په فبرورۍ کې د ترکمنستان، پاکستان او هند د لوړپوړیو چارواکو سره یوځای په هرات کې د دغې پروژې د ګازو د نل لیکې د غځولو کار پیل کړ.
د ګازو دا نل لیکه ۱۸۱۴ کیلومېتره ده چې ۸۱۶ کیلومېتره یې له افغانستان تیریږي، پاکستان او بیا هند ته ځي. 
د پلان له مخې به د کال ٣٣ میلیارده کوبیک میتره ګاز له ترکمنستان څخه دغو دریو هېوادونو ته ولیږدول شي.

 

په فیسبوک کې شیر کول

بېرته شاته