پښتو | English
ebound Live Stream
تازه خبر:

راشد خان لس اوریزولوبو لپاره عربي اماراتو ته تللی
نیټه: Sat, 17 Nov 2018 12:12:46 +0000

 

افغانستان ملي لوبډلې تکړه توپ اچونکی راشد خان په لس اوریزو سياليو کې د ګډون لپاره عربي اماراتو ته تللی.
نوموړی په ياد ليګ کې د مراټا عربينز لوبډلې لخوا لوبيږي، چې ترڅنګ يې لوبډله کې نجيب ځدراڼ او حضرت الله ځاځی هم دي، له ياد ليګ وروسته به راشد خان په سويلي افريقا (مزانسي سوپر ليګ) کې د لوبېدو لپاره دغه هېواد ته سفر کوي.
راشد خان چې د کرېکټ په نړۍ کې اوس يو ځانګړی نوم لري، له تیرې اوږدې مودې راهيسې په يو شمېر ليګونو کې لوبېدلی، په خپله وړتيا پوره پوره ثابت تللی، او خپلې لوبډلو ته يې يو شمېر برياوې ورکړې دي.
د ټي ټين ليګ سیالۍ د عربي اماراتو په شارجه لوبغالي کې د اته لوبډلو په ګډون ترسره کيږي، چی په کې به د محمد شهزاد، حضرت الله ځاځي، مجیب الرحمن په ګډون يو شمېر نور افغان لوبغاړي هم خپله جادو وښايي.
دغه ليګ په ۲۱م نومبر پېليږي او د ديسمبر مياشتې په ۲مه نېټه پای ته رسيږي، چې په کې به ټولې ۲۹ سیالۍ ترسره شي

 

په فیسبوک کې شیر کول

بېرته شاته