پښتو | English
ebound Live Stream
تازه خبر:

ایوب: د شرې ناروغۍ د کوچینانو لپاره مرګونې ده
نیټه: Sat, 17 Nov 2018 13:02:13 +0000

 

نوموړی وايي  که چیرې ماشومانو ته د شرې واکسین ترسره نه شي نو کیدای شي کوچنیان د شرۍ ناروغۍ پرمهال د تل لپاره په غوږنو کوڼ او د سترګو دید له لاسه ورکړي. 
هغه وویل چي  د هېواد په اتلسو ولایتونو کې د شري واکسین په لاره اچول شوی  چې ننګرهار کې به ۸ سوه زره  ماشومانو ته یاد واکسین ترسره شي
دینې عالمان هم وايي چې دوی د عامې روغتیا ریاست لورې د واکسین په تطبیق کې ملاتړي دي او خلک به وهڅوي چې خپلو کوچینانو ته د نورو واکسینو ترڅنګ د شري واکسین ترسره کړي .
د شري واکسین به د یونسيف او نړیوال روغتیايي سازمان په همکارۍ په افغانستان کې د لومړي ځل لپاره له ۹ میاشتو تر ۱۰ کلونو عمر لروونکو ته ۱۳ اعشاریه اته میلیونو ماشومانو تطبیق شي.
په ۲۰۱۷ میلادي کال کې په افغانستان کې د شري ناروغي له۲۵ زره پېښو څخه ۸۵ سلنه یې له لسو کلونو په کم عمره ماشومانو کې ثبت شوې چې ډېره برخه يې په کابل، پکتیکا، کونړ، بادغیس او غور ولایتونو کې لیدل شوي.

 

په فیسبوک کې شیر کول

بېرته شاته