پښتو | English
ebound Live Stream
تازه خبر:

د هېواد ښځينه فوټبال ملي لوبډله ازبکستان ته لاړه
نیټه: Mon, 19 Nov 2018 12:38:06 +0000


د اسیا مرکز زون سیالۍ روانې زیږدیزې میاشتې په ۲۳مه نېټه د افغانستان، ایران، ازبکستان، تاجکستان او غرقزستان لوبډلو په ګډون تاشکند کې پیلیږي
د هېواد ښځینه‎ و فوټبال ملي لوبډله د اسیا مرکز زون سیالیو کې د ګډون په موخه ازبکستان ته ولاړه.
ټاکل شوې د افغانستان، ایران، ازبکستان، تاجکستان او قرغزستان لوبډلې به سره لوبې وکړي.
په دې لوبو کې د افغانستان د لوبډلې مشري، علي جواد عطايي کوي.
مخکې له دې امريکايي روزونکو د افغانستان د ښځينه‎و فوټبال لوبدلې ته روزنه ورکوله، خو په لوبو کې يې ښې لاسته راوړنې نه درلودې.
د اسیا مرکز زون سیالۍ روانې زیږدیزې میاشتې په ۲۳مه نېټه د ازبکستان په پلازمینه تاشکند کې پيلیږي او د ډسمبر میاشتې تر لومړۍ نیټې به دوام وکړي.

 

 

په فیسبوک کې شیر کول

بېرته شاته