پښتو | English
ebound Live Stream
تازه خبر:

د ننګرهار کسبګروښځو دبازارنه شتون څخه شکایت کوي
نیټه: Wed, 21 Nov 2018 12:13:58 +0000

 

صنعتکارانې وايي که حکومت د دوی لاسي توکي بهرنیو هیوادونو ته صادر کړي نو دعایداتو دزیاتیدو ترڅنګ به يي په بهرنیو هیوادونو کي باور هم زیات شي. 
دکیلو او پراختیا ریاست مسؤلین بیا وايي چې ښځينه صنعتکارانې يې د توکو د خرڅلاو لپاره له بازار سره وصل کړي .
دا د ښځو لپاره د سولې ملې اجماع هغه نندارتون دی چې ننګرهاریو میرمنو پکې په خپلو لاسو جوړکړي بېلابېل ډوله توکي د خرڅلاو لپاره وړاندې کړي.
صنعتکارانې وايي په دا ډول نندارتونونو کې يې په خپلو لاسو د جوړو کړو توکو بازار ګرم وي خو په عادي ورځو کی يې د مارکیټ د نشتون له امله ډېر کله یاد توکي په کور پاتي وي .
صنعتکارانې وايي که حکومت د کورنیو تولیداتو لپاره د داخلي مارکیټ ترڅنګ یاد توکي بهرنیو هیوادونو ته صادرکړي نو د صنعتکارانو او حکومت د عوائېدو د زیاتېدو ترڅنګ به په بهرنیو هیوادونو کې په افغان توکو د نړیوالو باور زیات شي .
د کلیو او پراختیا ریاست چارواکي چې یاد نندارتون يې جوړ کړی وايي له تېرو دوه کالو راهیسي ننګرهار کې ښځينه صنعتکارنې د لاسي توکو دخرڅلاو له مارکیټ سره وصل شوي او تریوه بریده يې ستونزه حل شوي.
د ښځو چارو ریاست چارواکي بیا وايي چې د ښځينه وو لپاره يې د پیر پلور جلا بازار ګټي اخیستني ته چمتو دی چې پدې سره به دښځينه متشبثینو اوسني ستونزې حل شي .

 

په فیسبوک کې شیر کول

بېرته شاته