پښتو | English
ebound Live Stream
تازه خبر:

احمدیاسین سالک په نړیوالو سیالیوکې اتلولي وګټله
نیټه: Mon, 26 Nov 2018 11:39:57 +0000

 

د افغانستان د بدن د ښکلا نړیوال اتل احمد یاسین سالک قادري پرون شپه د ګلوبل کلاسیک په نړیوالو سیالیو کې هم اتلولي وګټله.
یاسین قادري په ۲۰۱۷ کال کې هم د منګولیا د بدن ښکلا سیالیو کې ټول هېوادونه مات کړي وو
د بدن د ښکلا افغان لوبغاړي احمد یاسین سالک قادري د چین 'ګلوبل کلاسیک' د بدن د ښکلا سیالۍ کې د سرو زرو نړیوال مډال او لومړی مقام ګټلی دی.
احمد یاسین سالک قادري د لوبې تر ګټلو وروسته په خپله فېس‌بوک پاڼه لیکلي چې دا اتلولي د کندهار د پخواني امنیه قوماندان ستر پاسوال عبدالرازق اڅکزي روح او کورنۍ ته ډالۍ کوي.
یاسین قادري تېر ۲۰۱۷ میلادي کال په مغولستان هېواد کې د نړۍ د اماتور سیالیو اتلولي هم ګټلې وه.
د بدن د ښکلا ۲۰۱۸ کال دا سیالي د یکشنبې په ورځ د چین ماکاو ښار کې پای ته ورسېده چې د ګڼو هېوادونو لوبغاړو ګډون پکې کړی و.
د ګلوبل کلاسیک دغې نهمې سیالۍ ته د نړۍ له ۶۰ هېوادونو په ۳۹ کتګوریو کې شاوخوا ۵۰۰ لوبغاړي راغونډ شوي وو.
یاسین قادري په ۲۰۱۷ کال کې هم د منګولیا د بدن ښکلا سیالیو کې ټول هېوادونه مات کړي وو.
نوموړي وړاندې هم د اسیا په کچه د بدن د ښکلا سیالیو کې لومړی مقام ګټلی و.
د بدني روزنې مسؤلین وايي د بدن ښکلا لوبغاړي د افغانستان په ۳۴ ولایتونو کې له دوی سره ثبت دي.
دا لوبې د بدن د ښکلا د نړیوال فدراسیون له‌خوا ترسره شوې.

 

په فیسبوک کې شیر کول

بېرته شاته