پښتو | English
ebound Live Stream
تازه خبر:

یوناما: هلمندکې دبهرنیوهوايي بریدونوکې ۲۳ ملکیان وژل شوي
نیټه: Fri, 30 Nov 2018 13:15:05 +0000

 

يوناما د اندېښنې په څرګندولو سره وايي، د دوى لومړنۍ څېړنې ښيي چې د هلمند ولايت په ګرمسېر ولسوالۍ د هوايي بريد په ترڅ کې  ٢٦ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې.
درې ورځې مخکې دغه هوايي بريد بهرنيو ځواکونو په ګرمسېر ولسوالۍ کې کړى و.
 د يو ناما له خوا په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، ددوى لومړنۍ څېړنې ښيي چې د تېرې سه شنبې په ورځ په ګرمسېر کې په ترسره شوي هوايي بريد کې ٢٣ عام وګړي وژل شوي او ٣نور ټپيان دي ، چې زياتره يې ښځې او ماشومان دي.
 سرچينه وايي چې په دې بريد کې لس ماشومان او اته ښځې وژل شوي او يو شمېر نور ټپيان دي.
 خبرباڼه زياتوي چې دغه بريد هغه مهال شوى چې افغان او بهرني ځواکونه په سيمه کې له وسله والو طالبانو سره په نښته بوخت وو.
يوناما وايي چې د تېرکال په پرتله سږکال په هلمند کې د ملکي وګړو مرګ ژوبله زياته شوې ده

 

په فیسبوک کې شیر کول

بېرته شاته