پښتو | English
ebound Live Stream
تازه خبر:

ولسمشرغني د جينوا تر ګډون وروسته بېرته کابل ته راستون شو
نیټه: Fri, 30 Nov 2018 13:20:15 +0000

 

یادې څرګندونې د ارګ په فيسبوک پاڼه کې شوې دي.
سرچينې ويلي چې ولسمشر محمد اشرف غني د جينوا په دوه ورځني بريالۍ غونډه کې تر ګډون وروسته بېرته کابل ته راستون شودی.
د افغانستان په اړه د جينوا نړيوال دوه ورځنى کنفرانس د ليندۍ په شپږمه او اوومه ترسره شو چې په کې د ٦٢ هېوادونو  د بهرنيو چارو وزيرانو او د ٣٥ نړيوالو سازمانونو استازو ګډون کړى و.
په دې غونډه کې په افغانستان کې د نا امنۍ، بيوزلۍ او اداري فساد د مخنيوي په اړه خبرې وشوې او ټينګار وشو چې د سولې پروسه بايد د افغانانو په مالکيت ترسره شي.

 

په فیسبوک کې شیر کول

بېرته شاته