پښتو | English
ebound Live Stream
تازه خبر:

دواوروله امله دسالنګ لویه لار تړل شوې
نیټه: Fri, 30 Nov 2018 13:23:48 +0000

 

د پروان ولايت سيمه ييز چارواکي وايي چې د واورې د پرله پسې ورښت له امله د سالنګ لويه لار د باروړونکو موټرو پر مخ تړل شوې ده. 
د سالنګ ولسوال صابر احمدي د ليندۍ په نهمه پژواک خبري اژانس ته وويل چې له تېرو دوو ورځو راهيسې په سالنګ کې سخته واوره ورېږي او توفان هم دوام لري.
هغه وايي چې د ترافيکو پېښو د مخنيوي په موخه له چهارشنبې ورځې راهيسې د سالنګ لويه لار د بار وړونکو موټرو پرمخ تړل شوې ده.
د نوموړي د معلوماتو له مخې، په سوېلي سالنګ کې تر اوسه له ٦٠ سانتي متره ډېره واره شوې ده.
ده له موټر چلوونکو غوښتنه وکړه چې له دې لارې څخه د تېرېدو پرمهال ځانونه په ژمنيو وسايلو سمبال کړي.
د سالنګ لويه لار پلازمېنه کابل له نهو شمالي ولايتونو سره نښلوي.

 

په فیسبوک کې شیر کول

بېرته شاته