پښتو | English
ebound Live Stream
تازه خبر:

روسیې دافغانستان ملي امنیت سلاکار څرګندونوته غبرګون ښودلې
نیټه: Sat, 01 Dec 2018 10:04:10 +0000

 

روسیې د بهرنیو چارو وزارت وایي چې روسیه د افغانستان خپلواکۍ ته درناوی لري.
د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ویاندې ماریا زخارووا د افغانستان د ولسمشر د ملي امنیت د سلاکار حمدالله محب وروستیو څرګندونو ته په غبرګون کې وویل چې مسکو یوازې د مرستې نیت لري.
ماریا  خبریالانو ته وویل، مسکو یوازې غواړي چې د افغانستان په جګړه کې ښکېلې خواوې د خبرو او مذاکرو لار پېدا کړي.
د زخارووا په وینا، دا چې روسیې د مسکو د غونډې مشري د افغانستان حکومت ته نه وه سپارلې، د افغانستان پر خپلواکۍ د شک معنی نه لري.
د زخارووا دا خبرې د روسیې دولتي خبري اژانس انټرفاکس خپرې کړې دي.
هغې ویلي چې مسکو د افغانستان د دولت د ځای ډکولو هڅه نه ده کړې، بلکې غوښتل یې چې د افغانستان په جګړه کې ښکېلو خواوو ته د مخامخ خبرو زمینه برابره کړي.

 

په فیسبوک کې شیر کول

بېرته شاته