پښتو | English
ebound Live Stream
تازه خبر:

امریکا: سولې خبرو لپاره به ټول امکانات برابر کړو.
نیټه: Sat, 01 Dec 2018 12:40:32 +0000

 

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت وايي دا هېواد د افغان حکومت لخوا وسله والو طالبانو ته د سولې وړاندیز څارې او ګوري طالبان دې وړاندیز ته څه ځواب ورکوي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت مرستیالې ویلي هېواد یې  د افغان سولې په هکله جدي ده او امریکا به د سولې لپاره ټول امکانات برابر کړي.
نوموړي ویلي روسیه  کولای شي چې د سیمې د قدرتمند هېواد په توګه د افغان سولې په اړه د منځګړې رول ولوبوي.
د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت مرستیالې الیس ویلز وايي د طالبانو لخوا د جکړي دوام سره  د افغان حکومت لخوا د سولې وړاندېز قهرمانه بللی.
الیز ویلز د یورو نیوز سره په ځانګړې مرکه کې ویلي چې د طالبانو لخوا د جکړو او افغان حکومت د سولې وړاندیز ددې ښودنه کوي چې افغان حکومت ریښتنې سوله غواړي.
ایلز ویلز په دې مرکه کې ویلي امریکا د افغان سولې په هکله جدي ده او امریکا به د سولې لپاره له ټول امکانات برابر کړي.
سپینه ماڼۍ ، ټرمپ او د بهرنیو چارو وزیر د افغان حکومت لخوا د سولې په اړه شوې وړاندیز څارې او ګوري چې طالبان دې وړاندیز څه ځواب ورکوي.
نوموړې وايي  امریکا او ۴۰ نور هېوادونه د افغانستان څخه نه وځي او په افغانستان کې لا هم تهدیدات شتون لري او امریکا نه غواړي چې ۱۹۹۲ اشتباه تکرار کړي 
نوموړې وايي روسیه  کولای شي چې  د سیمې د قدرتمند هېواد په توګه د افغانستان په سوله کې منځګړي په توګه رول ادا کړي. 
نوموړي ویلي چې امریکا په افغانستان کې سوله غواړي او نه غواړی چې افغانستان د بیا ځلې لپاره د ترهګرو په میدان بدل شي .

 

په فیسبوک کې شیر کول

بېرته شاته