پښتو | English
ebound Live Stream
تازه خبر:

طالبان په لویو لارو کې د ګمرک په نامه پیسې اخلې
نیټه: Sat, 01 Dec 2018 13:07:57 +0000

 

د هرات د سوداګرۍ خونې مسؤلین وآيي وسله وال طالبان په لوی لارو  کې د سوداګرو څخه د ګمرک په نام پیسې اخلي.
د سوداګرۍ خونې مسؤلین وايي هغه برداره موټرې چې کندهار – هرات لوي لارې څخه تیريږي وسله وال طالبان ترې پیسې اخلي.
خو د هرات سیمه ایزه اداره وايي چې امنیتي ځواکونه هڅه کوي ترڅو د هرات ـ کندهار لوي لارې وضعیت کنټرول کړي.
 دافغان حکومت ترڅنګ چې د سوداګرو د توګو څخه ګمرکي پیسې اوس وسله وال طالبان په لویو لارو کې د سوداګرو څخه د ګمرک په نامه پیسې اخلي 
د هرات د سوداګرۍ خونې مسؤلین وايي ددې ترڅنګ چې ځینې افغان امنیتي ځواکونه په لویو لارو کې د غیر قانونو پیسو د اخیستو ترڅنګ اوس وسله وال طالبانو هم د سوداګرو د موټر څخه د ګمرک په نامه پیسې اخلي .
په همدې حال کې د هرات ولایتي شورا غړي هم د طالبانو لخوا د سوداګرو څخه په غیر قانون پیسو اخیستو اندیښنه ښايي او افغان حکومت په برخه ګرم بولي . 
د هرات ولایتي شورا ته د رسیدو راپورونو په اساس طالبان د هر موټر څخه ۱۵ څخه ۲۰ زره افغانیو پورې د ګمرک په نامه پیسې اخلي او د ولایتي شورا غړي وايي چې سوداګر اوس غواړي چې د خپلو توکو نرخونه لوړ کړي. 
مدني فعالان هم پر حکومت نیوکه کوي او وايي حکومت اوس خپل ټول پام ټاکنو ته اړولي او دې ستونزو ډیره کمه توجه کوي. 
بخلوا د هرات سیمه ایزه اداره وايي سوداګرو ورسره دا ستونزه شریکه او امنیتي ځواکونه هڅه کوي چې دا ستونزه ژر حل کړي تر څو د لویو لارو وضعیت ښه شي. 
دا لومړی ځل نه دی چې سوداګرو ددې ستونزې په اړه خپل غږ پورته کوي له دې وړاندې هم سوداګرو  نیوکه کوله چې د لویو لارو د امنیت په خوندیتوب کې حکومت بې غوره کوي او دې بې غوري سوداګرو ګڼ اقتصاد زیان اړولي دی

 

په فیسبوک کې شیر کول

بېرته شاته