پښتو | English
ebound Live Stream
تازه خبر:

مټیس:له افغانستان دسرتېروایستلواراده نه لري
نیټه: Sun, 02 Dec 2018 10:10:18 +0000

 

 امريکا د دفاع وزير جيمز مټيس ويلي چې د افغانستان جګړه ختمول غواړي، خو دمګړۍ له دغه هېواده د سرتېرو ايستلو اراده نه لري.
نوموړي چې د امريکا د مرکزي دفاعي فورم ته وينا کوله، په ډاګه کړه چې دوى په افغانستان کې د جګړې ختمول غواړي خو خپل سرتېري له دغه هېواد نه وباسي.
هغه زياته کړې، امريکا په ټول توان هڅه کوي چې په افغانستان کې اوږده جګړه پای ته ورسوي، سیاسي مذاکرات يوې پايلې ته ورسېږي، خو تر اوسه يې په دې اړه پرېکړه نه ده کړې چې خپل ځواکونه په لنډمهال کې له دغه هېواد وباسي.
د مټيس په وينا، په افغانستان کې د سولې راوستل يوازې د امریکا کار نه دی، بلکې طالبان هم باید په دې برخه کې همکاري وکړي.
د ده په خبره، د سیمې هېوادونه او ملګري ملتونه هم باید د افغانستان د سولې له پروسې سره هر اړخیزه مرسته وکړي او دغه هېواد ته ثبات راولي.

 

په فیسبوک کې شیر کول

بېرته شاته