
د ناټو د بهرنيو چارو وزيران به د نورو موضوعاتو تر څنګ د افغانستان د سولې پروسه، جينوا کنفرانس او اصلاحات و ارزوي.
ټاکل شوې ده چې د ناټو او متحدينو د بهرنيو چارو وزيران دوه ورځنۍ غونډه د ډسمبر ٤مه او ٥مه د بلجيم په پلازمېنه بروکسل کې ترسره شي.
په بروکسل کې د ناټو سازمان د مطبوعاتي دفتر يوه چارواکي ویلي چې د افغانستان په اړه د ناټو په ځانګړې ناسته کې به د افغانستان د بهرنيو چارو وزير صلاح الدين رباني، په افغانستان کې د ناټو قوماندان جنرال مېلر، ملکي استازى زميرمان، د ملګرو ملتونو ، اروپايي اتحاديې او نړيوال بانک استازي هم ګډون کوي.
سرچينې زياته کړې چې په دې غونډه کې د ناټو د ٢٩ غړو هېوادونو د بهرنيو چارو وزيرانو تر څنګ د قطر او متحده عربي اماراتو په ګډون د ١٤ متحدينو استازي هم برخه اخلي.
|