پښتو | English
ebound Live Stream
تازه خبر:

تخارکې غیرمسول قوماندان له ۲ ورځې محاصرې وروسته ونیول شو
نیټه: Sun, 02 Dec 2018 11:08:47 +0000

 

د تخار امنیه قومانداني وايي، د کندز د خان اباد ولسوالۍ یو غیر مسوول قوماندان یې نیولی دی.
د تخار امنيتي چارواکي وايي چې د نامسوولو وسله والو يو قوماندان، نويدک له خپلو کسانو سره يو ځاى له مقاومت پرته امنيتي ځواکونو ته تسليم شوى دى

د تخار د امنیه قوماندانۍ ویاند خلیل اسیر رسنیو ته وویل چې نوید خان ابادي له ۶ نورو وسله والو سره د تالقان په یوه روغتون کې له دوه ورځې محاصرې وروسته ونیول شو.

ویل کېږي چې نوید په خان اباد ولسوالۍ کې له امنیتي ځواکونو سره له نښتې وروسته خپل یو ټپي وسله وال د درملنې لپاره تالقان ته وړی و.

د اسیر په وینا نوید د بشري حقونو په سرغړونې، د خلکو په ځورولو او د غیرمسوولو وسله والو په لرلو تورن دی.
د يادونې ده، له دې مخکې د خان اباد ولسوالۍ اړوند یو بل غیر مسوول وسله وال قوماندان متینک هم ورته فعالیتونه لرل چې وروسته د امنیتي ځواکونو له خوا ونیول شو او اوس بندي دى.

 

په فیسبوک کې شیر کول

بېرته شاته