پښتو | English
ebound Live Stream
تازه خبر:

ننګرهارکې دښځوپروړاندې دتاوتریخوالي ۱۰۰ پيښې ثبت شوي
نیټه: Sun, 02 Dec 2018 12:04:52 +0000

 

سږکال ننګرهار کې د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي  سل پیښې ثبت شوي چې له نیمايي زیاتو ته يې رسیده ګي شوي. 
د جندر مسؤلین وايي لاهم کلتوري محدودیتونه ،د سواد کچې کموالی او په لویو لارو کې د انجونو ازار او اذیت د ښځو پروړاندې د تاوتریخوالي عمده لاملونه دي.
خو دښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي د زیاتیدو او نه زیاتیدو په تړاو د خلکو نظرونه وېشلي دي. 
راټولي شوي چې د ځان پر وړاندې تاوتریخوالي لمنځه یوسي 
دا په ننګرهار کې د ښځو هغه ډله ده چې د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي د لمنځه وړلو ورځ په نمانځنه راټولي شوي. 
مسؤلین يې وايي سږ کال پدې ولایت کې د ښځو چارو له ریاست سره سل پیښې ثبت شوي چې پنځه پنځوس يي څېړل شوي او پاتي نور به يي هم په نږدي راتلونکی کې وڅيړل شي. 
ددې ولایت د جندر د برخې مسؤله وايي لاهم په ختیځ ننګرهار کې کلتوري محدودیتونه ،د سواد کچې کموالی او په لویو لارو کې د نارینو له لوري دانجونو ازاراو اذیت د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي له عمده لاملونو شمېرل کيږي خو دوی يې حل لار عامه پوهاوی بولي. 
دښځو چارو ریاست که څه هم پدې ولایت کې سږکال د ښځو پر وړاندي د تاوتریخوالي کچه د تیر کال سره پرتله نکړه خو ننګرهارمیشتې بیا پدې برخه کې ویشلي نظرونه لري .
ځيني يي وايي د ښځو پر وړاندې تاوتریخوالی زیات شوي او مسؤلین دې د نمایشي هڅو پرځای د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي د مخنوی لپاره اساسي ګامونه پورته کړي خو ځيني يې بیا پدې نظر دي چې  د ښځو پروړاندې  دتاوتریخوالي کچه زیاته شوي نه بلکي پدې برخه کې عامه پوهاوی زیات شوی له امله يي ښځي دتاوتریخوالي پیښي له اړوندو ادارو سره ثبتوي چې په تیر کې يې پدی برخه کې معلومات نلرل. 
دنومبر پنځه ویشتمه دښځو  پر وړاندې د تاوتریخوالي دمخنوي نړیواله ورځ ده چې دا ورځ هر کال دنړۍ د نورو هیوادونو ترڅنګ دافغانستان په اکثرو ولایتونو کې هم د یوکمپاین په ډول لمانځل کيږي.

 

په فیسبوک کې شیر کول

بېرته شاته