پښتو | English
ebound Live Stream
تازه خبر:

هلمند لپاره د طالبانو والي له خپلو ملګروسره وژل شوی
نیټه: Sun, 02 Dec 2018 12:55:29 +0000

 

د هلمند والي وايي چې د دغه ولايت لپاره د وسله والو طالبانو نومول شوى والي ملامنان له خپلو يو شمېر کسانو سره د هوايي بريد په ترڅ کې وژل شوى دى.
د هلمند والي محمد ياسين خان وويل چې تېره شپه د نوزاد ولسوالۍ په برنوزاد سيمه کې د هلمند لپاره د طالبانو نومول شوى والي ملامنان له دوه ويندويانو حافظ رشيد او جاوېد او يو شمېرو نورو کسانو سره د هوايي بريد په ترڅ کې وژل شوى دى.
دی وايي ملامنان لومړی ټپي شوی و چې د شپې يې ساه ورکړې او نن سهار خاورو ته سپارل شوی دی.
والي زياته کړه چې له ملامنان سره د نورو وژل شویو کسانو شمېر به وروسته په ډاګه شي.

وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه د ويلي.
خو بل لورته د يو شمېر طالبانو غږونه هم خپاره شوي چې ويلي يې دي ملامنان وژل شوى او سهار خاورو ته سپارل شوى دى.
ملا منان چې اصلي نوم يې عبدالرحيم و د نوزاد ولسوالۍ اوسېدونکى او په قوم اسحاقزى و.
ملامنان له تېرو اتو کلونو راهيسې د هلمند لپاره د وسله والو طالبانو د والي په توګه ګومارل شوى وو اود دې ترڅنګ د هېواد په کچه د وسله والو طالبانو د نظامي چارو مسؤل هم و.

 

په فیسبوک کې شیر کول

بېرته شاته