پښتو | English
ebound Live Stream
تازه خبر:

فاریاب کې ۶۰۰ افغان ځواکونه طالبانوکلابندکړي
نیټه: Mon, 03 Dec 2018 09:59:20 +0000

 

د فاریاب ولایت ځایي چارواکي وایي، د یاد ولایت په پښتونکوټ ولسوالۍ کې د طالبانو له خوا کلابند سلګونه کسان د لوږې له امله د مرګ له ګواښ سره مخ دي. ځایي چارواکي وایي چې تر اوسه د لوږې له امله پنځه کسان مړه شوي دي.
 د فاریاب ولایت امنیه قومندان وایي چې دا سیمه له پنځو ورځو راهیسي طالبانو کلابنده کړې ده. 
د نوموړي په خبره د کلابند شویو شمېر شاوخوا ۶۰۰کسانو ته رسېږي چې د خوراکي توکو له سخت کمښت سره مخ دي.
 د یاد ولایت د والي ویاند هم د دې خبر د پخلي تر څنګ وایي چې امنیتي ځواکونو ته خوراکي توکي د هوا له لارې استول کېږي. 
د یکشنبې په ورځ مشرانو جرګه کې هم دا کلابندي یاده شوه او سناتورانو وویل، چې سیمه ییزو خلکو د دې ستونزې له امله دوی سره تماس نیولی دی.
 مشرانو جرګې له امنیتي چارواکو وغوښتل چې سملاسي دې ستونزې ته رسیدګي وکړي.

 

په فیسبوک کې شیر کول

بېرته شاته