پښتو | English
ebound Live Stream
تازه خبر:

خليلزاد د افغان سولې لپاره په درېيم سفر راوتلى
نیټه: Mon, 03 Dec 2018 10:39:50 +0000


 
افغانستان لپا ره دامريکا ځانګړى استازى زلمى خليلزاد افغان سولې د هڅو په موخه يو ځل بيا راوتلى او دغه ځل به اتو هېوادونو ته سفر وکړي.
د امريکا د بهرنيو چارو وزارت له خوا په يوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې زلمى خليلزاد به دغه ځل افغانستان، پاکستان، روسيې، ازبکستان، ترکمنستان، بلجيم، متحده عربي اماراتو او قطر ته سفرونه وکړي.
سرچينې زياته کړې چې هغه به کابل ته د سفر پر مهال د افغان دولت له مشرانو او نورو خلکو سره د افغان سولې پر هڅو او ملاتړ خبر وکړي.
د امريکا د بهرنيو چارو وزارت ويلي، خليلزاد هڅه کوي چې د افغان سولې پروسې لپاره د ټولو خواوو مرسته او ملاتړ ترلاسه کړي.
د سرچينې په وينا، د خليلزاد د هڅو موخه دا ده څو وسله وال طالبان دې ته چمتو کړي چې له افغان حکومت سره د سولې خبرو اترو کېني.
په خبرپاڼه کې راغلي چې تېره مياشت دې سيمې ته د سفر پر مهال زلمي خليزاد په افغانستان کې د دولتي چارواکو او سياستوالو تر څنګ له ګڼ شمېر نورو خلکو سره هم ليدلي وو.
خليلزاد په ډاګه کړې چې ټول افغانان بايد د دايمې سولې لپاره غږ پورته کړي او امريکا ژمنه ده چې د افغانانو په مشرۍ د سولې هـڅو ته دوام ورکړي.
د هغه په وينا، امريکا د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د سولې د خبرو زمينې برابرولو لپاره هـڅې کوي.

 

 

په فیسبوک کې شیر کول

بېرته شاته