پښتو | English
ebound Live Stream
تازه خبر:

کابل کې رحیم وردګ دزوې ساتونکو ۶ پولیسو ټپيان کړې
نیټه: Mon, 03 Dec 2018 12:12:22 +0000


 
د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وایي، د کابل ښار په شهرنو سیمه کې د پولیسو لخوا د محکمې د حکم لمخې د یوه کور د خالي کولو پرمهال په دغه کور کې مېشت د تمیم وردګ په نوم کس او ساتونکو یې پر پولیسو ډزې کړي دي.
د کورنیو چارو وزارت ویاند نجیب دانش وویل چې د یاد کس او ساتونکو په ډزو کې د چټک غبرګون قطعې د رئیس ارکان په ګډون شپږ پولیس ټپیان شوي‌ دي.
د پوليسو ځينې سرچينې وايي، د کابل په نوي ښار کې د دفاع د پخواني وزير عبدالرحيم وردګ د زوى ساتونکو پر پوليسو ډزې کړې او په دې توګه يې د خپل کور د تشولو او تلاشۍ مخه نيولې ده.
په سيمه کې د پوليسو يوه منسوب وويل چې پوليسو له تېرې ورځې راهيسې په دې سيمه کې د دفاع د پخواني وزير جنرال عبدالرحيم وردګ کور کلابند کړى دى.
هغه وايي چې محکمې د ياد کور د خالي کولو او تلاشۍ امر کړى خو د جنرال وردګ د زوى ساتونکي اجازه نه ورکوي.
  دا مهال سيمه د امنيتي ځواکونو له خوا کلابنده ده.

 

 

په فیسبوک کې شیر کول

بېرته شاته