پښتو | English
ebound Live Stream
تازه خبر:

خلیلزاد دافغان سولې په اړه نن پاکستان ته ورسېد
نیټه: Tue, 04 Dec 2018 10:34:40 +0000

 

د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد نن سې شنبه  پاکستان ته ورسېد.
زلمي خلیلزاد د روان میلادي کال د سپټمبر میاشتې په وروستیو کې په دې ماموریت وګومارل شو.
له هغه راهیسې دا پاکستان ته د خلیلزاد دوهم رسمي سفر دی.
د افغانستان د ملي یووالي حکومت اجرائیه ریاست خوشبیني څرګنده کړې چې په دې سفر کې به د افغانستان د حکومت او طالبانو ترمنځ د خبرو د پېل لپاره د خلیلزاد هڅې څرګندې پایلې ولري.
وسله والو طالبانو د افغانستان له حکومت سره خبرې رد کړي او په مکرر ډول یې ویلي چې یوازې له امریکا سره خبرو ته تیار دي.
خلیلزاد به کابل او دوحې ته هم ولاړ شي او د افغانستان د حکومت او په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر له استازو سره به وګوري.
 طالب ویاند ذبیح الله مجاهد ویلي  چې طالبانو د قطر استازي د سولې خبرو لپاره مختلفو هېوادونو ته ځي، خو اوس دا نشي تاییدولي چې دوی پاکستان ته تللي که نه

 

په فیسبوک کې شیر کول

بېرته شاته