پښتو | English
ebound Live Stream
تازه خبر:

کابل کې له ۲۲ ساعته نښتې وروسته ۱۸وسله وال ونیول شول
نیټه: Tue, 04 Dec 2018 10:55:17 +0000

 

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وایي، پلازمېنې کابل په زړه کې د دفاع د پخواني وزیر جنرال عبدالرحیم وردګ پرکټی تمیم شنسب یې له ۱۸ په وسلو سمبالو کسانو سره تر ۲۲ ساعته نښتې وروسته نیولی دی.
د کورنيو چارو وزارت وياند نجيب الله دانش د معلوماتو له مخې، دا نښته تېره ورځ هغه مهال حاجي يعقوب څلور لارې ته نږدې پيل شوه چې امنيتي ځواکونو د محکمې د حکم پر بنسټ او د لويې څارنوالۍ استازي په حضور کې، ياد کور تخليه کاوه خو  شنسب او د هغه ملګرو  پر پوليسو ډزې وکړې.
دانش وويل چې پوليسو د شنسب له ملګرو څخه پنځه تنه تېره ورځ او د شنسب په ګډون ١٣ کسان نن ونيول او پوليس ياد کور ته دننه شول.
د کورنيو چارو وزارت ويلي چې د کابل د شهرنو سيمې په دغه نښته کې يو پوليس وژل شوی او د يوه خبريال او د پوليسو چټک غبرګون قطعې رييس ارکان په ګډون ۶ تنه ټپيان دي.
خو ځينې راپورونه ښيي چې د شنسب له ملګرو څخه يو تن وژل شوى او شپږ پوليس ټپيان شوي هم دي.  
خو د عبدالرحيم وردګ د اړيکو رياست دفتر د خبرپاڼې په خپرولو سره د نوموړي د ساتونکو او پوليسو تر منځ د نښتې راپور رد کړی دی.
سرچينې ويلي، چې تميم شنسب له بل تن سره چې د جايداد پر سر دعوا لري او مدعي د محکمې حکم پربنسټ پوليسو ته رجوع کړې چې په پايله کې يې نښته رامنځ شوې ده.
په خبرپاڼه کې زياته شوې چې د ملي دفاع پخواني وزير کور په شش درک سيمه کې دی او دا موضوع له هغه سره هيڅ تړاو نه لري.

 

په فیسبوک کې شیر کول

بېرته شاته