پښتو | English
ebound Live Stream
تازه خبر:

ننګرهار کې د شهیدانو او معلولینو له ریاست سره ۱۶۰۰ معولین اضافه شوي
نیټه: Tue, 04 Dec 2018 12:18:46 +0000

 

معلولین راټول شوي چې دوی ته ځانګړي شوي ورځ ولمانځې.
د ننګرهار د شهیدانو او معلولینو ریاست چارواکو د همدې ورځ په مناسبت جوړې شوي غونډي ته په وینا کې وویل چې له تیر کال راهیسي وسره له ۱۶۰۰ سو زیات معلولین اضافه شوي چې ډيری يې په نا امنو سیمو کې د جګړو له امله معلول شوي.
د معلولیت لرونکو وګړو نیوکه دا وه چې د هیواد په کچه د لوړپوړو چارواکو نیولي ان دسیمه ایزو ادارو له چارواکو له دوی سره په کړو ژمنو کې پاتي راغلي او د معلولینو حقوق ندي ورکړل شوي.
خود شهیدانو او معلولینو ریاست چارواکي بیا وايي چې په بېلابېلو برخو کې يې د شهیدانو ورثه  او معلولینو ژوند ته پاملرنه ډيره شوي او د دوی ټول قانوني امتیازات يې مستحقو معلولینو ته ورکړي.
معلولینو ته  دسرپنا په خاطر د یوې يوې نمرې ځمکي غوښتنه څوکلنه شوه خو لا هم معلولیت لرونکي وګړوته ځمکه په واک کې نده ورکړل شوي ان سږکال یو ځل بیا معلولینو دوی ته د استوګني لپاره دځمکي غوښتنه کوله چې مسؤلو چارواکو يي هم بیاځلې ددې ستونزې د حل ژمنه تازه کړه او پدې برخه کې يې د پرتو ستونزو دلري کېدو ټټر وواهه.

 

په فیسبوک کې شیر کول

بېرته شاته