پښتو | English
ebound Live Stream
تازه خبر:

ننګرهارکې دانعکاس تلویزیون موسس انجنیرزلمي ناڅرګندو کسانوتښتولی
نیټه: Wed, 05 Dec 2018 10:45:26 +0000


 
په ننګرهار کې مېشتو لسګونو خبریالانو په جلال اباد کې نن چهارشنبه د یوې اعتراضیه ناستې پر مهال پر حکومتي چارواکو غږ وکړ چې د انعکاس خوصوصي ټلوېزیون د مشر انجنیر زلمي په پیدا کېدو او ژغورلو کې دې جدي اقدامات وکړي.
په ننګرهار کې د خبریالانو د خوندیتوب کمېټې ولایتي مشر شیرشاه همدرد نیوکه وکړه چې د خبریالانو ژوند ته پام نه کېږي او دولت هغه وخت اقدام کوي  چې پېښه وشي.
د انعکاس ټلوېزیون د خپرونو مشر شکر الله پاڅون خبریالانو ته وویل چې انجنیر زلمی له یوې امنیتي او خوندي سیمې څخه تښتول شوی .
چارواکي وايي، د انعکاس سیمه ییز ټلوېزیون موسس انجنیر زلمی تېر ماښام شپږ بجې د جلال اباد ښار څلورمه ناحیه کې تښتول شوي او ډریور یې وژل شوی.
د ننګرهار د والي ویاند عطاء الله خوګیاڼي ویلي  چې انجنیر زلمی په زوره یو بل موټر کې اچول شوی او وړل شوی دی.
هغه زیاته کړه چې جدي پلتنې یې پیل کړي او تمه لري چې وموندل شي.
د افغان حکومت د اجرائیه ریاست مرستیال ویاند فریدون خوځون ویلي  چې د ننګرهار امنیتي او سیمه‌ ییز چارواکي د دې پېښې جدي پلټنه پیل کړي او د انعکاس راډیو د بنسټګر انجنیر زلمي د موندلو او راخوشې کولو هڅه کوي.
ده دا هم ویلي  چې په رسنیو او د رسنیو په کارکوونکو برید د بیان پر ازادۍ برید دی او هېڅ د توجیه وړ نه‎دی.

 

 

په فیسبوک کې شیر کول

بېرته شاته